د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه ددغو دستورو په پرانیستونکي پرخې کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، دغه سیالۍ د مصر د اسلامی کلتور او د قرآن کریم د حفظ د نابغه ؤ کسانو د منلو او هڅونې په موخې سره او دغه راز د نورو هیوادونو د قرآڼی نابغه ؤ دهڅونې پّ موخې سره د د قرآن کریم په خدمت کې او دغه راز ددیني روښانونو او عقلاني لیدتوګو په پراختیا کې د مصر د مخکښې تجروبې څخه د دوي دخبرولو په موخې سره ترسره کیږي.
له بل پلوه دمصر د جنوبی سینا ولایت والی خالد فوده هم په دغو پرانیستونکو دستورو کې ووئيل، مسجد صحابه د شرم الشیخ د جوماتونو یو بیلګه جومات دی او دا ددغه ښار دتمدني اوفرهنګي ځلیدونکي میناره بلل کیدلی شی . دغه جومات ، په یوې خاصې معماري او د ټوریسټانو لپاره د یوه ډیر په زړه پورې ځاي په توګه دی. په دغه جومات کې یوه ارزښتمن کتابتون، او یو اسلامی فرهنګي مرکز هم شته چې څيړاند او محصلین ورڅخه ګټه پورته کوي.
د یادولو ده چې د مصر د قرآنی نابغه کسانو نړیوالې سیالۍ په دوو مرحلو کې ترسره کیږي، په مقدماتي مرحلې کې ئې د مصر د شپږلکه پنځوس زره پونډو په ارزښت جایزې شاملې دی چې له دغو پیسو یو لک پنځه ویشت زره پونډه د لومړۍ برخې ګټونکو لپاره ،یولک پنځه ویشت زره پونډه د دوهمې برخې ګټونکو لپاره او یو لک پونډه د دریمې برخې د ګټونکو لپاره دي. دغه راز یولک پنځوس زره پونډه د څلورمې برخې کې او یولک پنځوس زره پونډه په نړیوالو سیالیو کې د هرې څانګې د لومړي او دوهم مقام ګټونکي دنمایندګۍ سره یو ځای د پنځمې برخې لپاره دي.
همداراز د دوهمې مرحلې د سیالیو لپاره هم ټول ټال دوه میلیون اودرې لکه پونډه جایزې ټاکل شوي دي چې دمختلفو برخو د لومړي ،دوهم او دریم لمبر اونورو په ګټونکو اوستایونکو کې به وویشل شي.